د جلال آباد-کنړ لویه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

23 سرطان 1404 ساعت 15:25

د طالبانو د فواید عامې وزارت اعلان کړی چې د جلال آباد-کنړ لویه لاره چې د روانو سیلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، بیرته پرانیستل شوې ده.


د طالبانو د فواید عامې وزارت اعلان کړی چې د جلال آباد-کنړ لویه لاره چې د روانو سیلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، بیرته پرانیستل شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند اشرف حق شناس نن دوشنبې (د چنګاښ ۲۳مه) په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې د جلال آباد-کنړ لویه لاره چې پرون په شیوه ولسوالۍ کې د بارانونو او سیلابونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، د فواید عامې وزارت د پرسونل او ماشینونو له خوا پاکه شوه او تېره شپه ۱۲ بجې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

طالبانو لیکلي چې د پنجشیر ولایت د عبدوا او بهارک سیمو کې د سیلابونو له امله رسوبي مواد د سړک سطحې ته راغلي وو، چې د فواید عامې وزارت د پرسونل او ماشینونو له خوا پاک شول او لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د فواید عامې وزارت تل هڅه کوي چې د بارانونو او سیلابونو پر مهال د هیواد لویې لارې او سړکونه د عامه ترافیکو پر مخ خلاص وساتي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183926

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183926/

جمهور
  https://www.jomhornews.com