د کابل-هرات په لویه لاره په ترافیکي پیښه کې ۱۵ کسان مړه او ټپیان شول

25 سرطان 1404 ساعت 14:04

د کابل-هرات په لویه لاره کې په یوه خونړۍ ترافیکي پیښه کې ۱۵ کسان مړه او ټپیان شول.


د کابل-هرات په لویه لاره کې په یوه خونړۍ ترافیکي پیښه کې ۱۵ کسان مړه او ټپیان شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند زیلاند حقاني نن چهارشنبې  (د چنګاښ ۲۵ مه) وویل: د هلمند ولایت د واشیر ولسوالۍ په شاوخوا کې د دوو مسافر وړونکو موټرو ترمنځ د ټکر له امله ۱۱ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شول.

د هغه په وینا، امنیتي ځواکونه سمدلاسه د پیښې ځای ته ورسیدل او ټپیان یې د ۲۱۵ قول اردو په العزم او ګرشک کې روغتیايي مرکزونو ته انتقال کړل، چیرې چې د یو شمیر ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی.

د هیواد په لویو لارو کې د مرګونې ترافیکي پیښو اصلي لاملونه ګړندي تګ، د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول او د سړک خرابوالی بلل کیږي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 183996

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/183996/

جمهور
  https://www.jomhornews.com