د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشر ادعا کړې چې د افغانستان د سوداګرۍ حجم شاوخوا ۱۳ ملیارد ډالرو ته رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي نن شنبې (د چنګاښ ۲۸ مه) د وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو په اړه په یوه پروګرام کې وویل چې د افغانستان سوداګري د نړۍ له ۱۰۰ څخه زیاتو هیوادونو ته پراخه شوې ده.
طالبانو ادعا وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ حجم شاوخوا ۱۳ ملیارد ډالرو ته رسیدلی او له ۸ ملیون ټنو څخه ډیر توکي د افغانستان له لارې لیږدول شوي دي.
هغه وویل چې تیر کال په ټول هیواد کې د صنعتي پارکونو د جوړولو او د زیربنایي پروژو بشپړولو لپاره له ۱۶۰،۰۰۰ جریبه څخه ډیر ځمکه ځانګړې شوې وه.
هغه د صنعتي سیمو د قانون لاسلیک او د راستنیدونکو سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو د تنظیم کولو د طرزالعمل تصویب هم د تیر کال د مهمو لاسته راوړنو په توګه یاد کړ.
عزیزي زیاته کړه چې د ناخالص ملي تولید لس سلنه زیاتوالی، د سوداګرۍ په حجم کې لس سلنه وده، د صادراتو ۲۵ سلنې ته زیاتوالی، د ۵۰۰ ملیون ډالرو پانګونې جذب او له ۱۰۰ څخه زیاتو نویو کاري فرصتونو رامینځته کول د دې وزارت د کاري پلانونو څخه دي.
جمهورخبري آژانس