د طالبانو ادعا:

د افغانستان د سوداګرۍ حجم شاوخوا ۱۳ ملیارد ډالرو ته رسیدلی

28 سرطان 1404 ساعت 10:53

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشر ادعا کړې چې د افغانستان د سوداګرۍ حجم شاوخوا ۱۳ ملیارد ډالرو ته رسېدلی دی.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشر ادعا کړې چې د افغانستان د سوداګرۍ حجم شاوخوا ۱۳ ملیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي نن شنبې  (د چنګاښ ۲۸ مه) د وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو په اړه په یوه پروګرام کې وویل چې د افغانستان سوداګري د نړۍ له ۱۰۰ څخه زیاتو هیوادونو ته پراخه شوې ده.

طالبانو ادعا وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ حجم شاوخوا ۱۳ ملیارد ډالرو ته رسیدلی او له ۸ ملیون ټنو څخه ډیر توکي د افغانستان له لارې لیږدول شوي دي.

هغه وویل چې تیر کال په ټول هیواد کې د صنعتي پارکونو د جوړولو او د زیربنایي پروژو بشپړولو لپاره له ۱۶۰،۰۰۰ جریبه څخه ډیر ځمکه ځانګړې شوې وه.

هغه د صنعتي سیمو د قانون لاسلیک او د راستنیدونکو سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو د تنظیم کولو د طرزالعمل تصویب هم د تیر کال د مهمو لاسته راوړنو په توګه یاد کړ.

عزیزي زیاته کړه چې د ناخالص ملي تولید لس سلنه زیاتوالی، د سوداګرۍ په حجم کې لس سلنه وده، د صادراتو ۲۵ سلنې ته زیاتوالی، د ۵۰۰ ملیون ډالرو پانګونې جذب او له ۱۰۰ څخه زیاتو نویو کاري فرصتونو رامینځته کول د دې وزارت د کاري پلانونو څخه دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 184065

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/184065/

جمهور
  https://www.jomhornews.com