د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په هرات ولایت کې د غلا په تړاو د ۱۳ کسانو د نیولو اعلان وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې (د وږي ۲۳ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د هرات ولایت د پولیسو د قوماندانۍ جنایي پولیسو د ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د وسله والو او بې وسلې غلاوو په شک ۱۳ کسان نیولي او د اړوندو دوسیو بشپړولو وروسته، عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې ده: د پولیسو لخوا ۹ غلا شوي سمارټ فونونه هم کشف شوي او د اسنادو او شواهدو پر بنسټ د هغوی مالکینو ته سپارل شوي دي.
وزارت په یوه جلا اعلامیه کې ویلي چې پولیسو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غلا، وژنې، قاچاق، هوايي ډزو او قاچاق په تړاو ۱۶ کسان نیولي دي.
په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې اته کسان د دایکندي ولایت څخه، څلور له هرات څخه، دوه له نیمروز څخه او دوه له ننګرهار او هلمند ولایتونو څخه نیول شوي دي.
جمهورخبري آژانس