په شپږو ولایتونو کې د باران او سیلاب وړاندوینه

23 سنبله 1404 ساعت 16:31

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې د هیواد په شپږو ولایتونو کې د باران او سیلاب احتمال اعلان کړ.


د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې د هیواد په شپږو ولایتونو کې د باران او سیلاب احتمال اعلان کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې نن یکشنبې (د وږي ۲۳ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د هیواد په شپږو ولایتونو کې د باران او سیلاب احتمال شتون لري. په اعلامیه کې ویل شوي چې دا امکان سبا په نورستان، کنړ، ننګرهار، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې شتون لري.

په مختلفو ځایونو کې د باران اندازه د ۱۰ او ۲۵ ملی مترو ترمنځ ارزول شوې ده.

دې ادارې په شمال لویدیځ، لویدیځ، جنوب ختیځ، جنوب ختیځ او مرکزي سیمو کې د قوي بادونو د احتمال په اړه هم خبرداری ورکړی دی.

په مختلفو ځایونو کې د دې بادونو سرعت په ساعت کې د ۵۰ او ۹۰ کیلومترو ترمنځ اټکل شوی دی.

جمهور خبري آژانس


د مطلب کود: 186009

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/186009/

جمهور
  https://www.jomhornews.com