بدخشان کې ترافیکي پیښې څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې

25 سنبله 1404 ساعت 9:29

په بدخشان ولایت کې سیمه ییز طالبان وايي چې په دې ولایت کې په یوه ترافیکي پیښه کې څلور تنه مړه او ټپیان شوي دي.


په بدخشان ولایت کې سیمه ییز طالبان وايي چې په دې ولایت کې په یوه ترافیکي پیښه کې څلور تنه مړه او ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بدخشان ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار نن سې شنبې (د وږي۲۵ مه) وویل چې د دې ولایت د کشم ولسوالۍ په بلوچ سیمه کې د دوو موټرسایکلونو ترمنځ په ټکر کې یو کس وژل شوی او د یو ماشوم په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.

د هغه په ​​وینا، د پیښې ټپیان د کشم ولسوالۍ روغتیایی مرکز ته لیږدول شوي او د یو تن روغتیايي حالت یې جدي ښودل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې ترافیکي پیښې د پام وړ زیاتې شوي او هره ورځ لسګونه هیوادوال وژل کیږي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 186064

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/186064/

جمهور
  https://www.jomhornews.com