د طالبانو د دفاع وزیر قطر ته سفر وکړ

25 سنبله 1404 ساعت 15:07

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی د حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر هېواد ته به سفر ولاړ.


طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی د حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر هېواد ته به سفر ولاړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مجاهد نن سه شنبې د وږي ۲۵ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د امارت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، قطر ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد بن عبدالعزیز الخلیفه سره ولیدل.

هغه زیاته کړه: "په دې غونډه کې، دواړو خواوو د اړیکو په اړه بحث وکړ او د قطر لپاره د طالبانو د امارت خواخوږي او ملاتړ یې ټینګار وکړ."

د یادونې وړ ده چې د اسراییل رژیم په دې وروستیو کې په دوحه کې د حماس د مشرانو دفتر بمبار کړ.

پرون په قطر کې د اسلامي مشرانو یوه بیړنۍ غونډه وشوه، خو د طالبانو ډلې ته په غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 186084

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/186084/

جمهور
  https://www.jomhornews.com