د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار کولو بندیز او د زلزلې قربانیانو ته د مرستو رسولو پروسه نه یوازې په بشپړ ډول د زغملو وړ نه ده بلکې بې عقلي هم ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریس نن چهارشنبې (د وږي ۲۶ مه) په یوه خبري کنفرانس کې وویل: په بشري مرستو کې د ښځو او نجونو د ګډون مخه نیول نه یوازې غیر انساني دي، بلکې ټول افغان ولس ته سخت زیان رسوي.
هغه زیاته کړه: "موږ هر هغه څه کوو چې کولی شو، په مستقیم ډول او د نړیوالې ټولنې د هڅولو له لارې، ترڅو طالبان پوه شي چې ښځو او نجونو ته د بشري کارونو اجازه ورکول د افغانستان د حیاتي ګټو لپاره اړین دي. بشري مرستې باید په مؤثره توګه د هیواد ښځو او نجونو ته ورسیږي او اوسنی وضعیت د زغملو وړ نه دی."
د ګوتیریس په وینا، نړیوالې ټولنې تل د جنسیت د مساوات پر اصل ټینګار کړی او اوس په افغانستان کې وضعیت نور هم اندیښمن شوی دی.
ګوتیریس وویل: "ښځې او نجونې نه یوازې بشري مرستو ته له لاسرسي څخه منع کیږي، بلکې د دې له چمتو کولو څخه هم منع کیږي."
هغه دا اقدام "په بشپړ ډول د نه منلو وړ او بې معنی" وباله.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مخکې ویلي وو چې وروسته له هغه چې طالبانو هلته د ښځینه کارمندانو کار کول منع کړل، بیرته راستنیدونکو کډوالو ته یې مرستې ورکول بند کړي دي.
جمهورخبري آژانس