اروپايي ټولنې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ته له ۴ ملیون ډالرو څخه زیاتې مرستې ورکړې دي

2 میزان 1404 ساعت 16:37

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې اروپايي ټولنې دې سازمان ته ۴.۶ ملیون ډالر ورکړي دي.


په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې اروپايي ټولنې دې سازمان ته ۴.۶ ملیون ډالر ورکړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د رسنیو دفترنن چهارشنبې (د تلې ۲ مه) په یوه بیان کې وویل چې اروپايي ټولنې د افغانستان خلکو ته ۴.۶ ملیون ډالر ورکړي دي.

په بیان کې ویل شوي چې دا مرسته به ډاډ ترلاسه کړي چې د ملګرو ملتونو هوايي خدمت خپل فعالیت ته دوام ورکړي او د مرستندویه کارکوونکو د خوندي تګ راتګ او د افغانستان ځینو لرې پرتو ټولنو ته د اړینو مرستو رسولو لپاره یوه حیاتي اړیکه وساتي.

WFP زیاته کړه چې اوس مهال، له ۱۰۰ څخه ډیر بشري سازمانونه، د ملګرو ملتونو ادارې او ډیپلوماتیک ماموریتونه په افغانستان کې د دې هوايي خدمت راجستر شوي کاروونکي دي.

د پروګرام له مخې، د ملګرو ملتونو هوايي خدمت سږ کال تر اوسه پورې له ۱۶۰۰ څخه ډیرې الوتنې ترسره کړې دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 186410

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/186410/

جمهور
  https://www.jomhornews.com