د تورغندي بندر د تاسیساتو د پراختیا او جوړولو په اړه عملي کار پیل شو

2 میزان 1404 ساعت 16:47

د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند د تورغندي بندر د تاسیساتو د پراختیا او جوړولو په اړه د عملي کار پیل اعلان کړ.


د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند د تورغندي بندر د تاسیساتو د پراختیا او جوړولو په اړه د عملي کار پیل اعلان کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند اشرف حق شناس نن چهارشنبې (د تلې ۲مه) په خپل اېکس پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي، په هرات ولایت کې د تورغندي بندر د تاسیساتو د پراختیا او جوړولو عملي کار په رسمي ډول د ترکمنستان د لوړ پوړي پلاوي په شتون سره پیل شو.

د طالبانو د فواید عامې وزارت د ریل پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده وویل: د تورغندي بندر د پراختیا پروژه به په ۵۰ جریبه ځمکه کې پلي شي او دا پروژه به له ۵ څخه تر ۷ ملیون امریکایي ډالرو پورې لګښت ولري او د یو کال په اوږدو کې به بشپړه او عملي شي.

په هرات ولایت کې د طالبانو والي او د ترکمنستان پلاوي، اسلام جار، دا پروژه مهمه وبلله او ویې ویل چې د تورغندي بندر د پراختیا پروژې په بشپړیدو سره به د هیواد په اقتصاد کې مثبت او د پام وړ بدلونونه راشي.

د تورغونډۍ بندر د افغانستان او ترکمنستان د پولو ترمنځ په هرات ولایت کې موقعیت لري او د منځنۍ اسیا او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د لیږد لپاره یو له مهمو ټرانزیټ لارو څخه ګڼل کیږي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 186418

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/186418/

جمهور
  https://www.jomhornews.com