زلمی خلیلزاد: فاروق اعظم د طالبانو له بند څخه خوشې شو

10 میزان 1404 ساعت 11:06

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی وايي چې د طالبانو له بند څخه د فاروق اعظم د خوشې کیدو راپور یې ترلاسه کړی دی.


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی وايي چې د طالبانو له بند څخه د فاروق اعظم د خوشې کیدو راپور یې ترلاسه کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد نن پنشنبې (د تلې ۱۰مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، ما څو راپورونه ترلاسه کړي چې ډاکټر فاروق اعظم له بند څخه خوشې شوی دی.

هغه زیاته کړې،: که د فاروق اعظم خوشې کیدل ریښتیا وي، نو دا ډیره مثبته ده. ډاکټر اعظم یو هیوادپال دی چې د خپل هیواد سره د مرستې کولو لپاره د پام وړ وړتیا لري.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق اعظم شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ښځو او نجونو لپاره د کار او تعلیم د محدودولو په اړه د غیر حاضر طالب مشر ملا هیبت الله د پالیسیو د نیوکې له امله ونیول شو.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 186638

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/186638/

جمهور
  https://www.jomhornews.com