پایگاه خبرگزاری جمهور - آخرين عناوين خبر و مطلب پشتو :: نسخه کامل http://jomhornews.com/pashtoo Sun, 22 Oct 2017 04:45:46 GMT استوديو خبر (سيستم جامع انتشار خبر و اتوماسيون هيئت تحريريه) نسخه 3.0 /skins/default/fa/normal1/ch01_newsfeed_logo.gif تهيه شده توسط پایگاه خبرگزاری جمهور http://jomhornews.com/ 100 70 fa نقل و نشر مطالب با ذکر نام پایگاه خبرگزاری جمهور آزاد است. Sun, 22 Oct 2017 04:45:46 GMT خبر و مطلب پشتو 60 پاکستان باید امریکا له لاسه ورنکړي، پر روسیه زړه تړل نه دي په کار http://jomhornews.com/fa/news/97621/ د پاکستان د اطلاعاتو پخوانی وزیر او د ولسي جرګې غړی شیخ رشید وايي، پاکستان باید امریکا له لاسه ورنکړي او پر نورو هېوادونو زړه ونه تړي. د جمهور آژانس د خبر له مخې شیخ رشید دغه څرګندونې په یوه ۱۰ دقیقه يي ویډیو کې چې ټولنیزو رسنیو ته راوتلې کړې دي. شیخ رشید په دغه ویډیو کې د پاکستان ولسي جرګې ته وايي، چې له امریکا سره یې زور نه رسېږي او په کار ده، چې هېواد یې امریکا له لاسه ورنکړي. رشید د خپل هېواد ولسي جرګې ته په خطاب کې وایي، چې په ۲۰۱۶ کال کې چې په ترکیه کې انقلاب وشو د هغه هېواد حکومت خپل ۶۸۰ مخالف پیلوټان بندیان کړل او له پاکستان نه یې وغوښتل چې یوازې ۳ تنه د اېف ۱۶ الوتکو پیلوټان ورولېږي چې د هغوی نویو کسانو ته روزنه ورکړي خو امریکا ورته و ویل چې خبردار،‌ او هماغه وو چې پاکستان په خپل ځای کېناست.‌ نوموړي زیاته کړې، چې له امریکا سره باید د خبرو اترو لپاره پسې شا چینل پرانستل شي، ځکه په وینا یې له امریکا سره دښمني یوازې له امریکا سره نه، بلکې له ټولو هغو ۴۰ هېوادونو سره دښمني ده چې دا مهال په افغانستان کې پوځونه لري.‌ شیخ رشید د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته په پاکستان کې د ګڼو غبرګونو په اړه وايي، چې د مولانا فضل الرحمان او نورو خبرې هسې احساسات دي او د امریکا په وړاندې هېڅ نشي کولی.‌ نوموړی د اتومي هېواد په توګه د پاکستان د ذکر په هکله وایي،‌ دا څه ډول اتومي ځواک دی چې واکمنان یې خپلې غلا کړې پیسې په بهرنیو بانکونو کې پټوي. باید و ویل شي، چې د امریکا د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته ګڼو پاکستاني چارواکو، سیاسي او مذهبي ګوندونو دغه تګلاره وغندل او پر وړاندې یې توغند غبرګونونه ښکار کړل. د ځینو له څرګندونو خو یې داسې ښکاري چې پاکستان دې نور د امریکا پر ځای له روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو سره یو بلاک جوړ کړي او امریکا ته دې په کلکه ځواب ورکړي. د پاکستاني چارواکو او سیاسي ګوندونو له دغه ډول څرګندونو وړاندې هم داسې ښکارېده، چې له امریکا سره د پاکستان د اړیکو په ترنګلي کېدو دغه هېواد چین او روسیې ته نور هم نېږدې شوی او ان تر دي، چې څو میاشتې وړاندې روسي جنرالانو پاکستان ته سفر درلود او له ډېورنډ فرضي کرښې سره نېږدې یې د پاکستاني چوڼیو څخه لیدنه وکړه. خو شیخ رشید په دغه ویډیو کې د روسې او چین په اړه وايي«په روسانو زړه تړل نه دي په کار، چین په بلوچستان کې د اوبو په یوه پروژه کار شروع کړ، خو چې دوه کسان یې و وژل شول بیا څلور پنځه کاله پسې ورک شول او پروژه وځنډېده.» د پاکستان دغه پخواني وزیر او د عوامي مسلم لیګ ډلې لارښود په پاکستان کې د ترهګرو په اړه ویلي، چې نور نو د نړیوالو په سترګو کې خاورې شیندل نه دي په کار. که څه هم پاکستاني چارواکو په وار وار په خپله خاوره کې د ترهګرو شتون په کلکه رد کړی او خپل ځان یې د ترهګرۍ سره د مبارزې ریښتینی قرباني بللی. خو شیخ رشید په خپلو خبرو کې ویلي، چې د نړۍ تر ټولو غټ ترهګر، په پاکستان کې راووت، د نړۍ ډېر ترهګران په پاکستان کې و وژل شول او د نړۍ په هره برخه کې چې هره ترهګریزه پېښه کېږي ریښې یې په پاکستان کې وي.‌ په پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په اړه د شیخ رشید دغه څرګندونې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم په خپله تګلاره کې وکړې او پاکستان یې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په دوه ګوني سیاست تورن کړ. ټرامپ په خپلو خبرو کې و ویل، چې پاکستان له یوې خوا د ترهګرۍ ضد مبارزې په خاطر له پاکستان څخه ملیاردونه ډالر تر لاسه کوي او له بلې خوا په خپله خاوره کې د امریکا دښمنان ساتي. هغه و ویل، چې نور یې د پاکستان پر وړاندې د زغم کاسه ډکه شوې او که چېرته دغه هېواد د ترهګرو مرکزونه له منځه یو نه سي او پر وړاندې یې ریښتینې مبارزه ونه کړي، نو امریکا به لاسه ورکړي. د ټرامپ تر خبرو څو ورځې وروسته د هغه د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن هم پاکستان وګواښه، چې که د ترهګرۍ پر وړاندې ریښتینې مبارزه ونه کړي او خپلې اوسنۍ تګلاره کې بدلون را نه ولي، نو ډېر څه به له لاسه ورکړي.   جمهورآژانس:کابل         ]]> خبر و مطلب پشتو Mon, 04 Sep 2017 06:53:46 GMT http://jomhornews.com/fa/news/97621/ د پاکستان د ملي امنیت سلاکار زموږ خبرې تحریف کړې دي http://jomhornews.com/fa/news/97619/ امریکايي چارواکي وايي، د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه په اسلام آباد کې د امریکا د سفیر خبرې د خپل هېواد په ګټه تحریف کړې دي. د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې په اسلام آباد کې د امریکا سفیر ډېوېډ هال ورته ویلي، چې واشنګټن د افغانستان په ناامنۍ کې پاکستان ګرم نه بولي. خو امریکايي چارواکي وايي، په اسلام اباد کې د امريکا د متحدو ايالتونو سفير ډيوېډ هال په خپلو څرګندونو کې هغه څه نه دي ويلي، چې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ناصرخان جنجوعه رسنيو ته ويلي دي. امريکايي چارواکي زیاته کړې، چې سفير يې پاکستاني چارواکو ته دا خبره نه ده کړې چې ټرمپ د افغانستان په ناامنۍ کې پاکستان ګرم نه بولي. دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې پر پاکستان له دې امله چې له يوې خوا له امريکا پیسې اخلي او له بلې خوا ترهګر تقويه کوي، توندې نيوکې وکړي. جمهورآژانس:کابل           ]]> خبر و مطلب پشتو Mon, 04 Sep 2017 05:50:10 GMT http://jomhornews.com/fa/news/97619/ محمد یعقوب حیدري د کابل والي وټاکل شو http://jomhornews.com/fa/news/97572/ د سیمه ییزه ارګانونو خپلواک اداره وايي، د دوی په وړاندیز محمد یعقوب حیدري د کابل د والي په توګه وټاکل شو.د جمهور آژانس د خبر له مخې د یادې ادارې نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حیدري د ولسمشر په منظورۍ د کابل د والي په توګه ټاکل شوی.په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې محمد یعقوب حیدري تر ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري او د حکومتولۍ په چارو کې کافي تجربه او وړتیا لري.باید و ویل شي، چې محمد یعقوب حیدري د کابل ولایت د ګلدرې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی.تر وړاندې حامد اکرام د کابل والی و، چې د خبرپانې په وینا تقاعده ورکړل شو.جمهورآژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Thu, 31 Aug 2017 08:20:00 GMT http://jomhornews.com/fa/news/97572/ امریکا افغانستان ته د درنو بمونو غورځوونکې الوتکې لېږي http://jomhornews.com/fa/news/97569/ واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي چې ښايي افغانستان ته په نویو استول کېدونکو ځواکونو کې زرګونه پراشوټي او سمندري ځواکونه او درانه بم غورځوونکې الوتکې شاملې وي.د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې افغانستان ته نورې ایف ۱۶ ډوله جنکي جټ الوتکې، اې ۱۰ ډوله الوتکې، نورې بي ۵۲ بم غورځوونکې الوتکې او یا د دغو درې واړو یوه مجموعه الوتکې واستول شي.دغو چارواکو زیاته کړې، چې ښايي دغو الوتکې همدا اوس افغانستان ته پر لاره وي خو په وینا یې بي ۵۲ الوتکې به په قطر کې وي خو په افغانستان کې به عملیات ترسره کوي.د هغوی په خبره د سمندري ځواکونو د توپچي شاوخوا سل کسیزه پوځي واحدونه به هم د افغانستان په بیلابیلو هغو سیمو کې ځای پر ځای شي چې هوايي ملاتړ ورته نه رسېږي.واشنګټن پوسټ زیاتوي چې دوه اتیایمې فرقې د لومړۍ لوا نږدې نیمايي همدا اوس په افغانستان کې ده او پاتې نور چې شاوخوا پنځلس سوه سرتیري کیږي هم له دغو ځواکونو سره د یو ځای کیدو لپاره په انتظار دی. دغو چارواکو زیاته کړې چې د سمندري ځواکونو د توپچي شاوخوا سل کسیزه پوځي واحدونه به هم د افغانستان په بیلابیلو هغو سیمو کې ځای پر ځای شي چې هوايي ملاتړ ورته نه رسیږي.د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ دوه اتیایمې فرقې د لومړۍ لوا نږدې نیمايي همدا اوس په افغانستان کې ده او پاتې نور چې شاوخوا پنځلس سوه سرتېري کېږي هم له دغو ځواکونو سره د یو ځای کېدو لپاره په انتظار دی.جمهورآژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Thu, 31 Aug 2017 07:01:01 GMT http://jomhornews.com/fa/news/97569/ د بلک واټر بنسټګر د ټرامپ په نوې تګلاره نيوکې کړې ده http://jomhornews.com/fa/news/97568/ د بلک واټر امنیتي کمپنۍ بنسټګر اریک پرینس د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر په نوې تګلاره نیوکه کړې او هغه یې تر زړې تګلارې هم زړه بللې ده.د جمهور آژانس د خبر له مخې پرېنس نیویارک ټایمز ته په یوه لیکنه کې ویلي، چې د افغانستان د اوږدې جګړې د ګټلو لپاره د ټرمپ نوې تګلاره ډېره زړه ده او کوم نوښت نه پکې لیدل کېږي.د هغه په وینا ټرمپ پر نوې تګلاره اوږده موده کار وکړ، موږ ورته وړاندیزونه لرل، تمه کېده چې دا تګلاره به ډېره دقیقه او هر اړخیزه وي، خو په هغه کې کوم نوي شی نشته او نه هم د جګړې د ګټلو شونتیا رامنځ ته کوي.هغه لیکلي، چې امریکا د افغانستان په جګړه کې میلیاردونه ډالر ولګول، زرګونه سرتيري یې ووژل شول، خو په دې منځ کې بیا ټرمپ غواړي د څه کم ۴ زره سرتېرو په لېږلو جګړه وګټي.پرینس ویلی، د جګړې د ګټلو یوازینۍ لار دا ده، چې هلته ځانګړي ځواکونه ډېر شي او همدا راز قراردادیانو ته جګړه وسپارل شي.د بلک واټر بنسټګر دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د هیل نشریې د راپور له مخې یوه نظر پوښتنه ښيي چې ۴۱ سلنه امریکایان په افغانستان کې د امریکا له نظامي حضور سره مخالف دي.په نظر پوښتنه کې ۲۴ سلنه امریکایان باوري دي، چې امریکا د افغانستان په جګړه کې بریالۍ ده، خو تر څنګ یې ۴۰ سلنه امریکایان په دې باور دي چې امریکايي ځواکونه به افغان جګړه بایلي.جمهورآژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Thu, 31 Aug 2017 06:18:58 GMT http://jomhornews.com/fa/news/97568/ ۴۱ سلنه امریکایانو په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور مخالف دي http://jomhornews.com/fa/news/97567/ د هیل نشریې د راپور له مخې یوه نظر پوښتنه ښيي چې ۴۱ سلنه امریکایان په افغانستان کې د امریکا له نظامي حضور سره مخالف دي.د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه راپور د نظر پوښتنې پر بنسټ لیکل شوي، چې ۴۵ سلنه امریکایانو په افغانستان کې د امریکا د نظامي حضور ملاتړ کړی دی. ۴۱ سلنه خلکو د رد رایه ورکړې ده او پاتې ۱۴ سلنو بیا په دې اړه ممتنع رایه ورکړې ده.دا نظر پوښتنه همدا راز ښيي چې جمهوري غوښتونکي تر دیمکراتونو د افغانستان په اړه د ټرمپ د برنامو ډېر ملاتړ کوي. په نظر پوښتنه کې ۲۴ سلنه امریکایان باوري دي، چې امریکا د افغانستان په جګړه کې بریالۍ ده، خو تر څنګ یې ۴۰ سلنه امریکایان په دې باور دي چې امریکايي ځواکونه به افغان جګړه بایلي.جمهورآژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Thu, 31 Aug 2017 06:07:27 GMT http://jomhornews.com/fa/news/97567/ د سرحدونو د ساتنې مسوولیت قومونو ته سپارل کېږي http://jomhornews.com/fa/news/97564/ سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ګل آغا شېرزی وایي، په پام کې ده، چې د سرحدونو د سرحدونو د ساتنې مسئولیت قومونو ته وسپارل شي.د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي شېرزي دغه څرګندونې په کندهار ولایت کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.نوموړي ویلي، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت دوه کلن پلان جوړ کړی، چې له مخې به یې یو ځل بیا قومي ځواک راژوندی کړي.د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر و ویل، چې د دې کال له پاره یې په وزارت کې پنځم معنیت هم فعال کړی دی.د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت داسې مهال له قومونو د سرحدي ځواک د بیا جوړولو خبره کوي چې د افغانستان تیرو حکومتونو په سرحدونو کې پنځه څلویښت زره قومي ځواک درلود چې د سرحدونو ساتنه به یي کوله.په ورته وخت کې شیرزي و ویل، چې له وسله والو طالبانو سره یې د سولې خبرو لپاره د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو له قومي مشرانو سره لیدنې پيل کړې او له هغوی د مرستې ډاډ هم تر لاسه کړۍ دی.هغه دا هم و ویل، چې د همدې قومي مشرانو له لارې یې د وسله والو طالبانو له مشرانو سره اړیکې ټینګې کړې دي.جمهورآژانس:کندهار ]]> خبر و مطلب پشتو Thu, 31 Aug 2017 06:01:44 GMT http://jomhornews.com/fa/news/97564/ وسله والې ډلې دې د اختر په ورځو کې د خلکو له وژلو لاس واخلي http://jomhornews.com/fa/news/97563/ د سولې عالي شورا د لوی اختر په را رسېدو له وسله والو ډلو غوښتي چې په هېواد کې له جنګ جګړو او د خلکو له وژلو لاس واخلي.د جمهورآژانس د خبر له مخې د سولي شورا افغانانو ته د اختر مبارکۍ تر څنګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په هیواد کې دې ټولې وسله والې ډلې د اختر په ورځو کې د خلکو له وژلو او نښتو لاس واخلي.یاده شورا په خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د تګلارې په جوړولو کار کوې تر څو په هېواد کې روان ناورین ته د پای ټکی کېږدي.د سولې شورا په خبرپاڼه کې په هېواد کې د نښتو له امله د خلکو وژل کېدل، ورور وژنه یاده شوې ده او له ټولو وسله والو خواوو یې غوښتې چې په افغانستان کې د جنګ پر ځای د سولې لاره خپله کړي.جمهورآژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Thu, 31 Aug 2017 05:50:40 GMT http://jomhornews.com/fa/news/97563/ لوګر کې د امریکايي ځواکونو په برید کې ۲۸ کسه وژل شوي http://jomhornews.com/fa/news/97553/ د سیمې اوسېدونکي وايي، امریکايي ځواکونو په لوګر ولایت کې د هوايي برید پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۸ ولسي وګړي وژلي دي.د جمهور آژانس د خبر له مخې د سیمې اوسېدونکي زیاتوي، چې دغه پېښه نن سهار د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند دشت باري سیمه کې رامنځ ته شوې ده.د سیمې اوسېدونکي ویلي امریکايي ځواکونو په دې سیمه کې پر یوه کور بمبار کړی، چې په کې یې د کور ټول غړي وژل شوي دي.د دوی په خبره په سیمه کې د امریکايي ځواکونو یوه الوتکه هم غورځېدلې ده او دا مهال سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده.د سیمې د اوسېدونکو په خبره په پېښه کې وژل شوي کسان اصلي د خوست ولایت اوسېدونکي و، چې دا مهال په یاده سیمه کې اوسېدل.د لوګر د والي ویاند سلیم صالح هم په دشت باري سیمه کې پر یوه کور د هوايي بریدونو او په کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پخلی کوی، خو وايي کره شمېره یې تر اوسه نه ده معلومه.سلیم صالح وايي، د پېښې د څېړنې په موخه امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي او ورته به معلومات له رسنیو سره شریک شي.په ورته وخت کې صالح په یاده سیمې کې د یوې الوتکې د غورځېدو خبره رد کړه او ویې ویل، چې دغه الوتکه د سرتېرو تر ښکته کولو په موخه په سیمه کې ناسته وه او بېرته الوتې.وسله والو طالبانو هم ویلي، چې په لوګر ولایت کې یې د بهرنیو ځواکونو یوه الوتکه رانسکوره کړې او په کې ټول سپاره سرتېري یې وژلي دي.دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې هم پر ولسي وګړو هوايي برید شوی و، چې په کې ۱۶ ولسي وګړي وژل شوي و.باید و ویل شي، چې د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته په افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو هوايي بریدونه زیات شوي، چې له امله یې ولسي وګړو ته درانده زیانونه هم اوښتي.جمهورآژانس:لوګر ]]> خبر و مطلب پشتو Wed, 30 Aug 2017 09:47:01 GMT http://jomhornews.com/fa/news/97553/ اوس د دې وخت دی، چې د افغانستان جګړه ودرول شي http://jomhornews.com/fa/news/97550/ د فنلنډ ولسمشر ساولي نینستو ویلي د افغانستان جګړه اوږده شوه او اوس د دې وخت دی چې دغه جګړه ودرول شي.د جمهور آژانس د خبر له مخې نینستو، چې څو ورځې مخکې امریکا ته تللی، ویلي چې د افغان جګړې د پای لپاره له طالبانو سره د مذاکراتو انتخاب هم لرو.نوموړي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، د افغانستان د ستونزې د حل لپاره به له ټولو انتخابونو کار واخلي چې په دې انتخابونو کې یو هم له طالبانو سره مذاکرات دي.ولسمشر نینستو زیاته کړې، چې دوی به طالب اړخ ته د مذاکراتو پر مهال پوره درناوی وکړي او خبرو ته به یې ارزښت ورکړي.د هغه په وینا سرتېري یې د افغانستان د جګړې له پیله په دغه هېواد کې حضور لري او اوس به هم د افغانستان د بحران د حل لپاره خپل نظامي حضور ته دوام ورکړي.جمهورآژانس:کابل ]]> خبر و مطلب پشتو Wed, 30 Aug 2017 08:59:58 GMT http://jomhornews.com/fa/news/97550/