د حزب اسلامي ۲۶ کسیزه ډله له دولت سره یو ځای شوه

21 عقرب 1392 ساعت 9:19

د کنړ چارواکی وایي، د دې ولایت د چپې درې له ولسوالۍ څخه د حزب اسلامی یوه ۲۶کسیزه ډله له دولت سره یو ځای او د مخالفت څخه یې لاس واخیست.


د کنړ چارواکی وایي، د دې ولایت د چپې درې له ولسوالۍ څخه د حزب اسلامی یوه ۲۶کسیزه ډله له دولت سره یو ځای او د مخالفت څخه یې لاس واخیست.
د کنړد والی ویاند عبدالغنی مصمم جمهور خبری اژانس ته وویل چې دغه ډلې د دوشنبې په مازیګر د کنړولایت په مرکزاسعداباد کې د کنړ والي شجاع الملک جلاله سره هم ولیدل او خپلې وسلې یې دولت ته وسپارلې.
نوموړی زیاته کړه چې یادې وسلوالې ډلې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي په چوکاټ کې په چپې درې ولسوالۍ کې د دولت پر خلاف وسله وال فعاليت کاوه.
هغه زياته کړه چې دغه ډله په کونړ کې د سولې د شورا او ملي امنيت په هڅو د سولې له بهير سره يو ځاى شوې ده.
د مصمم په وینا دغو کسانو ٢٦ میله وسلې چې په کې راکټ، پیکا او کلاشينکوفونه شامل دي، له ځان سره راوړي دي.
دغه ډله د دین محمد په نوم د یو تن په مشرۍ د سولې له بهیرسره یو ځای شوې ده.
د دی وسلوالې ډلې مشر دین محمد وايي، له افغانستان څخه بهرني ځواکونه په وتو دي او نوره په دې هېواد کې جګړې ته اړتیا نشته.
هغه وویل«اوس موږ باید د جګړې پرځای سولې ته کار وکړ.»
د حزب اسلام ګلبدین حکتمیار اړوند وسلواله ډله په داسی حال کې د سولې له بهیرسره یو ځای کېږي چې د دې ډلې یوه پلاوی په کابل کې د دولت لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته کړي دي او په راتلونکې مشورتي لویه جرګه کې یې د ګډون پرېکړه کړې.
جمهور آژانس
معروف سادات: ننګرهار


کد مطلب: 41902

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/41902/

جمهور
  https://www.jomhornews.com