د خوست ولایت مقام پخوانی مدير و وژل شو

5 اسد 1394 ساعت 13:28

چارواکي وایي، د خوست ولایت مقام پخوانی مدیر زرولي د یوه مقناطسي ماین په چاودنه کې و وژل شو.


چارواکي وایي، د خوست ولایت مقام پخوانی مدیر زرولي د یوه مقناطسي ماین په چاودنه کې و وژل شو.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه چاودنه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې رامنځ ته شوې ده.
د خوست ولایت مقام نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، مقناطسي ماین د مدیز زرولي په سراچه موټر پسې تړل شوی وو، چې په چاودنه کې یې نوموړی وژل شوی دی.
باید وویل شي زرولي د خوست ولایت مقام د اسنادو او ارتباطاتو پخوانی مدیر و او په چاودنه کې نور چا ته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخستی.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 68768

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/68768/

جمهور
  https://www.jomhornews.com