چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو په کندهار ولایت کې هغه درې تنه غلکچي بریدګر نیولي، چې په ډېرو دولت ضد کړنو کې یې لاس درلود.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کندهار ولایت مقام نه خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال په کندهار ښار کې نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسانو د کندهار په بېلا بېلو برخو کې او سیمو کې د دولت ضد کړنې او انفجاري فعالیتونه کول چې د ملي امنیت له خوا ونیول شول.
سرچینه زیاتوي، چې له یادو کسانو یو میل کلاشنکوف، ۵۳۰ فیره د کلاشنکوف مرمۍ، ۹ عدده شاجورونه نیول شوي او دغه را یې په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.
په خبرپاڼه کې د دغه کسانو هویت عبداارفيع دعبدالرشيد زوى اصلي او فعلي د کندهار ولايت د ميانشين ولسوالۍ اوسيدنکى، محمدګل د خيال محمد زوى اصلي او فعلي د زابل ولايت د مرکز کلات اوسيدونکى او حمد الله مشهور په کاکو د محمد سرور زوى اصلي او فعلي د زابل ولايت دښار صفا ولسوالۍ اوسيدونکى ښودل شوي دي.
جمهور آژآنس:کندهار