د زابل د امنیت امر وايي، ملا منصور دادالله و وژل شو

21 عقرب 1394 ساعت 12:36

د زابل امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو د نوي مشر ملا محمد رسول غښتلی مرستیال ملا منصور داد الله له یوه ملګري سره یو ځای وژل شوی دی.


د زابل امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو د نوي مشر ملا محمد رسول غښتلی مرستیال ملا منصور داد الله له یوه ملګري سره یو ځای وژل شوی دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د زابل د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر زیاتوي، چې ملا منصور دادالله د ملا اختر محمد منصور د پلویانو په یوه برید کې وژل شوی دی.
د هغه په وینا چې د ملا اختر محمد منصور پلویانو تېره شپه د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې پر ملا منصور دادالله برید کړی او هغه یې له یوه ملګري سره وژلی دی.
تر اوسه د ملا محمد رسول او ملا اختر محمد منصور د ډلو ویندویانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو ملا منصوردادالله نن رسنیو ته په یوه لېږلې خبرپاڼه کې د ملا اختر محمد منصور له ډلې د جلا کېدو علتونه په ډاګه کړي دي.
د طالبانو د يوې جلا شوې ډلې مرستيال منصور داد الله رسنيو ته په استول شوي تازه پيغام کې ویلي، چې د ملا اختر محمد منصور د ډلې طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو اراده درلوده او دی نه غواړي له افغان حکومت سره مذاکرات وکړي.
نوموړى زیاته کړې ده، چې ملا منصور او ملګري يې ځان له القاعده څخه جلا بولي، خو د ده په وينا له القاعده او نورو اسلامي ډلو سره باید ملګرتیا قطع نه شي.
منصور داد الله د اختلاف درېیم علت د ده د ورورو ملا داد الله د وژل کېدو په تړاو د طالبانو په ډله کې دننه د ځنیو کسانو نه محاکمه یاده کړې او په خبره يې د هغو کسانو په همکارۍ ملا داد الله ووژل شو.
منصور داد الله د هغو کسانو نومونه نه دي ياد کړي، خو زیاته کړې يې ده، چې دغه کسان د ملا داد الله تر وژل کېدو وروسته وپېژندل شول.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دریو ورځو کې په زابل ولایت کې د ملا منصور دادالله او ملا اختر محمد منصور د پلویانو تر منځ خونړۍ نښتې هم شوې دي.
د ملا منصور دادالله ډلې دوه ورځې وړاندې په خاک افغان ولسوالۍ کې د ملا اختر محمد منصور پر پلویانو ځانمرګی برید هم کړی و، چې د دغه ډلې د معلوماتو له مخې په یاد برید کې د ملا منصور له خوا د زابل له پاره د طالبانو نظامي مسؤول وژل شوی او والي یې سخت ټپي شوی دی.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 72911

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/72911/

جمهور
  https://www.jomhornews.com