ولسمشر غني د اسیا زړه هېوادونو په غونډه کې ګډون کوي

16 قوس 1394 ساعت 11:12

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، ولسمشر محمد اشرف غني به په پاکستان کې د اسیا زړه هېوادونو په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، ولسمشر محمد اشرف غني به په پاکستان کې د اسیا زړه هېوادونو په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، چې ښاغلی غني به د چهارشنبې په ورځ په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي.
ښاغلي عبدالله د دغه کنفرانس جوړیدل د افغانستان او سیمې په اړه د مسلو د څیړولو لپاره ګټور وباله.
ټاکل شوې چې دا کنفرانس د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې جوړ شي.
په دغه کنفرانس کې به د اسیا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران راټول شي.
پاکستان مخکې ولسمشر ته په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې وه، چې د ولسمشر له خوا تر اوسه ورته جوت ځواب نه و ورکړل شوی.
خو ویل کېږي، چې د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا له ځانګړي استازي ریچارډ اولسون سره په کتنه کې ښاغلي غني منلې چې په دې کنفرانس کې به ګډون وکړي.
جمهور آژآنس:کابل


کد مطلب: 73845

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/73845/

جمهور
  https://www.jomhornews.com