پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، پر دوی فشار ډېر شوی او ورځ تر بلې یې ستونزې مخ پر ډېرېدو دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستان کې پر افغان کډوال دغه فشار ظاهرآ په تورخم کې له وروستۍ شخړې زیات شوی خو د شنونکو په بارو د چابهار بندر په پرانستلو، د هند له خوا د سلما بندر په افتتاح، او د ځینور پروزو په پیل سره پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې په لوی لاس د پاکستان له خوا ستونزې ډېرې شوې.
پر افغان کډوالو که دغه فشار مخکې له دې د حکومتي ځواکونو او چارواکو له خوا وو خو اوس یې پر وړاندې د پاکستان عام ولس هم لمسول شوی او کډوال په ډول ډول کړنو ځوروي.
پاکستان مېشتي کډوال وايي، اړ دي چې د دغه فشارونو له کبله نور پاکستان پرېږدي او خپل هېواد ته ستانه شي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ دا مهال پاکستان کې پنځه نیم میلیونه راجستر او نا راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي.
جمهورآژانس:کابل