د هندي او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې

10 میزان 1395 ساعت 12:00

رپوټونه وايي، د هندي او پاکستاني ځواکونو تر منځ په ګډه پوله نښته شوې، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.


رپوټونه وايي، د هندي او پاکستاني ځواکونو تر منځ په ګډه پوله نښته شوې، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې لوېدیځې رسنیو ویلي، دغه نښته په ځايي وخت نن سهار پیل شوې وه، چې نېږدې دوه ساعته یې دوام وکړ.
رویټرز خبري آژانس د چارواکو له قوله ویلي، چې دغه نښته په کشمیر کې رامنځ ته شوې، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دا په داسې حال کې ده، چې په هند کې پر یوه پوځي اډه تر وسله وال برید وروسته د هند او پاکستان اړیکې خورا ترینګلې شوې.
وړمه ورځ هندي ځواکونو ګډې پولې ته نېږدې پر وسله والو هوايي بریدونه وکړل او د هندي چارواکو په خبره ګڼو وسله والو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 85450

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85450/

جمهور
  https://www.jomhornews.com