فراه ته ځانګړي امریکايي ځواکونه لېږل شوي دي

24 میزان 1395 ساعت 11:46

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وايي، فراه ولایت ته یې د امریکايي ځانګړو ځواکونو یوه ډله لېږلې ده.


په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکي وايي، فراه ولایت ته یې د امریکايي ځانګړو ځواکونو یوه ډله لېږلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د یاد ملاتړ ویاند چارلز کلفلنډ ویلي، وروسته له هغې چې فراه کې امنیتي حالت ترینګلی شو دوی اړ شول چې د خلکو د خوندیتابه لپاره د ځانګړو ځواکونو سرتیري فراه ته ولېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې وسله والو مخالفینو ته به اجازه ورنکړي، چې فراه ولایت سقوط کړي خو د لېږلو ځواکونو د شمېر په اړه یې څه ونه ویل.
په ورته وخت کې کلفلنډ دا هم ویلي، چې په دې ورځو کې به د ځانګړو ځواکونو سل سرتیري هلمند ولایت ته هم ولېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې وال سټرېټ ژورنال راپور ورکړی، چې ننګرهار ولایت ته هم ګڼ امریکايي سرتېري د افغان ځواکونو د ملاتړ په خاطر لېږل شوي دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 85999

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/85999/

جمهور
  https://www.jomhornews.com