۰

له افغانستان ستنو شوو ۲۹۲ استرالیايي سرتېرو ځان وژنه کړې

چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۹
د استرالیا امنیتي چارواکي وايي، د افغانستان له جګړې د راستنو شویو سرتېرو څخه ۲۹۲ پوځیانو ځان وژنه کړې ده.
له افغانستان ستنو شوو ۲۹۲ استرالیايي سرتېرو ځان وژنه کړې
د استرالیا امنیتي چارواکي وايي، د افغانستان له جګړې د راستنو شویو سرتېرو څخه ۲۹۲ پوځیانو ځان وژنه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې استرالیايي چارواکي زیاتوي، چې په دې ډله کې ډېری هغه ځوانان دي، چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۵ کلونو تر منځ دي.
دوی د ځان وژنې د علتونو په اړه ویلي چې ډېری سرتېرو د ذهني فشار، الکولو د مصرف او نورو ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
یوه امنیتي چارواکي ډن تیهان ویلي، دوی د ځان وژنو په اړه لا څېړنې کوي چې پایلې به یې له پارلمان سره شریکې کړي.
چارواکو دا هم ویلي، چې د افغانستان په جګړه کې تر اوسه ۴۱ استرالیايي سرتېري وژل شوي او ۲۶۰ نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي، چې له افغانستانه او عراق نه سلګونه ستانه شوي استرالیايي سرتېري په رواني ناروغیو هم اخته شوي، خو استرالیايي چارواکي زیاتوي، چې دغو سرتیرو ته د درملنې زمینه برابره کړې ده.
باید وویل شي، چې تر دې واندې امریکايي چارواکو هم ورته راپورونه خپار کړي و او ویلي یې دي چې لسګونه سرتیرو یې په افغانستان او یا له افغانستان وروسته په امریکا کې ځان وژنه کړې ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین