اتمر:

ډېر ژر به د اروزګان ولایت د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي

14 حمل 1396 ساعت 15:57

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، ډېر ژر به د اروزګان امنیتي وضعیت او دغه راز د دې ولایت د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي.


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وايي، ډېر ژر به د اروزګان امنیتي وضعیت او دغه راز د دې ولایت د خلکو ستونزو ته رسیدګي وشي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر دغه څرګندونې نن په سپېدار ماڼې کې د یوې غونډې پر مهال وکړ، او اروزګان د ستونزو د حل له پاره یې تر راتلونکې شنبې پورې وخت وغوښت.
د اجرائیه رییس په مشرۍ په دغه فوق العاده غونډه کې د ملي امنیت د سلاکار سربېره، دفاع او کورنیو چارو وزیرانو، د ملي امنیت عمومي رییس، افغان پوځ مشر او د اروزګان قومي مشرانو ګډون کړی و.
په غونده کې لومړی د اروزګان قومي مشرانو د خپل ولایت امنیتي ستونزې له یادو مسؤولینو سره شریکې او د هغوی د ژر حل غوښتنه یې وکړه.
د دوی په غوښتنه کې د ولسوالیو تر منځ د لارو خلاصون، په امنیتي ادارو کې اصلاحات، د امنیتي مسؤولینو تر منځ همږي، د مخابراتي شبکو فعالول او یو شمېر نورې ستونزې شاملې وې.
قومي مشرانو ویلي، چې د اروزګان ولایت امنیتي وضعیت ډېر خراب دی او وسله والو ځینو ولسوالیو ته د خوراکي موادو پر لېږد بندیز لګولی، چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي.
ډاکتر عبدالله له امنیتي چارواکو وغوښتل، چې د اروزګان د خلکو ستونزو حل ته جدي اقدامات وکړي او د کورنیو چارو وزیر ته یې دنده وسپارله، چې د پولیسو په لیکو کې اصلاحات راولي او تجهیزات او اکمالات ورته پوره کړي.
په دغه غونډه کې د ملي امینت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر هم د اجراییه رییس او قومی مشرانو څخه تر راتلونکي شنبي وخت وغوښت.
نوموړي وویل، چې درې واړه امنیتي اداري او د ملي امنیت شورا دفتر به په ګډه د اروزګان د خلکو د امنیتي وضعیت په اړه ناسته وکړي، ډېر ژر به د دوی ستونزو ته رسیدګي وکړي او یوه منظمه تګلاره به ورته جوړه کړي.
د اروزګان ولایت د امنیت او نورو ستونزو په اړه پر داسې مهال په مرکز کې غونډه کېږي، چې هلته امنیتي چارواکي وايي، د وسله والو پر ضد یې پراخ عملیات پیل کړي او ګڼ شمېر سیمې یې بېرته له وسله والو طالبانو څخه نیولې دي.
د اروزګان د امنیتي چارواکو په خبره چې افغان امنیتي ځواکونو په پیل شویو عملیاتو کې د پام وړ پرمختګ کړی او تر څلور کیلومتره پورې سیمې یې له طالبانو نیولې دي.
جمهورآژانس:کابل


کد مطلب: 92920

آدرس مطلب: https://www.jomhornews.com/fa/news/92920/

جمهور
  https://www.jomhornews.com