متحده عربي اماراتو له قطر غوښتي چې د ګاونډیانو غوښتنو ته یې دې جدي پاملرنه وکړي او ژر تر ژره الجزیزه شبکه وتړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په بهرنیو چارو کې د متحده عربي اماراتو مشاور انور قرقاش وايي، که قطر دغو ۱۳ غوښتنو ته جدي پاملرنه و نه کړي نو امارات به په بشپړه توګه له دوی سره خپلې اړیکې وشلوي.
نوموړي ټینګار کړي، چې الجزیره شبکه دې وتړل شي او دغه هېواد دې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.
قرقاش وايي، الجزیرې هغه ۱۳ غوښتنې هم رسنیزې کړې دي چې باید د قطر حکومت پټې ساتلې وای.
د هغه په وینا د قطر لپاره لاره روښانه ده، یا د انزوا انتخاب کړي او یا دې له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره سوله ییز او پرمختللی ژوند.
باید و ویل شي، چې سعودي عربستان له قطر څخه جدي غوښتي، چې په ۱۳ ورځو کې الجزیره تلوېزیون وتړي او له ایران سره اړیکې وشلوي.
جمهورآژانس:کابل