۰

د ولسي جرګې د غړي ظاهر قدیر په کور ځانمرګی برید وشو

چهارشنبه ۸ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۰
چارواکي وايي، دوه ځانمرګو برید کوونکو په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت د استازي حاجي ظاهر قدیر په کور برید کړی، چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ولسي جرګې د غړي ظاهر قدیر په کور ځانمرګی برید وشو
چارواکي وايي، دوه ځانمرګو برید کوونکو په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت د استازي حاجي ظاهر قدیر په کور برید کړی، چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن سهار شاوخوا لس بجې د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د ظاهر قدیر په مېلمستون شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دوو ځانمرګو بریدګرو د ولسي جرګې د غړي ظاهر قدیر پر کور د برید پلان درلود، چې د نوموړي د ساتونکو له لوري پېژندل شوي او نښته رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د بریدګرو له خوا د قدیر دوه ساتونکي په ډزو وژل شوي خو وروسته په متقابلو ډزو کې یو ځانمرګی وژل شوی او بل ځان ته چاودنه ورکړې ده.
ده و ویل چې د برید له امله مرګ ژوبله رامنځ ته شوې خو تر اوسه یې په اړه معلومات نشته دي.
دی وايي، دا مهال سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي او وضعیت ارام دی.
په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، دوی ځینې مړي او ټپیان لېدلي، چې روغتون ته لېږدول کېدل.
تر اوسه د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ پلازمېنه کابل کې د کابل بانک پر یوه ځانګه ځانمرګي برید پنځه تنه و وژل او ۹ نور یې ټپیان کړل.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین