۰
زاخېلوال:

پاکستان او افغانستان دې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي

یکشنبه ۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۹
په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د اسلام آباد او کابل له همکارۍ پرته د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه چې ګډ دښمن دی امکان نه لري.
پاکستان او افغانستان دې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي
په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د اسلام آباد او کابل له همکارۍ پرته د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه چې ګډ دښمن دی امکان نه لري.

 د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې زاخېلوال د پاکستان د جیو نیوز خبري شبکې په یوه خپرونه کې و ویل، چې که کابل او اسلام آباد یو له بل سره همکاري وکړي د ترهګرۍ پر وړاندې مقابله کولای شي.

نوموړي و ویل، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په دې اړه خبرې، پرېکړې او توافقات صورت نیسي اما دا بسنه نه کوي او باید د تروریزم د ریښو ایستلو له پاره جدي اقدامات وشي.

هغه د کابل وروستیو بریدونو ته په اشارې سره و ویل، چې په دغه بریدونو کې ۱۲ تنه وژل شوي، چې نېږدې ټول یې ولسي وګړي وو.

زاخېلوال زیاته کړه هغه کسانو چې په کانټنینټل هوټ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، غیر نظامي و او د پاکستان له پاره یې هم خدمت کولو، په دې اساس دغه ترهګریز برید دواړو هېوادونو ته زیان ورسولو.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې پاکستان د امریکا تر ډېر فشار لاندې دی او امریکايي چارواکي وايي که دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه لاس وانخلي له نورو فشارونو سره به هم مخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي