۰
د پاکستان د دفاع وزیر:

امریکا د پاکستان په خاوره کې عملیات نه شي کولای

شنبی ۱۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۲
د پاکستان دفاع وزارت د سپینې ماڼۍ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې امریکا نه شي کولای د پاکستان په خاوره کې عملیات وکړي.
امریکا د پاکستان په خاوره کې عملیات نه شي کولای
د پاکستان دفاع وزارت د سپینې ماڼۍ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې امریکا نه شي کولای د پاکستان په خاوره کې عملیات وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سپینې ماڼۍ په دې وروستیو کې ویلي، چې امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوې ستراتېژۍ کې خپلو جنګي قوماندانو ته واک ورکړی، چې ترهګر په افغانستان او ان د افغانستان له خاورې بهر په نښه کړي.

د سپنې ماڼۍ د معلوماتو له مخې ټرمپ خپلو قوماندانو ته ویلي، چې په افغانستان او پاکستان دواړو کې د ترهګرو د مرکزونو پر ضد عملیات وکړي او له منځه یې یوسي.

خو د سپينې ماڼې دغه څرګندونو د پاکستان غبرګون راپارولی او د دغه هېواد دفاع وزیر خرم دستګیر ویلي امریکا نه شي کولای د پاکستان په خاوره کې عملیات او بریدونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې له خپل هېواده دفاع کوي او امریکا دا حق نه لري، چې د پاکستان په خاوره کې بریدونه وکړي.

د پاکستان دفاع وزیر له امریکا غوښتي چې د پاکستان استقلال ته درناوی وکړي.

سپینه ماڼۍ پر داسې مهال په پاکستان کې هم د ترهګرو د مرکزونو د په نښه کولو خبره کوي، چې امریکايي دیپلوماتان وايي که امریکا په رښتیا غواړي ترهګر له منځه یوسي نو پر پاکستان دې فشار ډېر کړي.

افغانستان او پاکستان کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر تازه ویلي، چې پر پاکستان د مرستو بندل دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه نه شي راګرځولی، بلکې امریکا باید په پاکستان کې د ترهګرو پر ضد عملیات وکړي او هغوی له منځه یوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي