د فلسطین ولسمشر محمود عباس وايي، د فلسطین له اسرائیلو سره د کړکېچ په تړاو، د امریکا هېڅ ډول منځګړیتوب نه مني.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عباس دغه څرګندونې د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره په خبرو کې کړې دي.
عباس تېره ورځ دوشبنې (د سلواغې ۲۳ مه) مسکو ته په سفر تللی او د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته یې ویلي، چې د منځني ختیځ د بحران د منځګړیتوب لپاره د امریکا هېڅ ډول نقش نه غواړي بلکې د دغه بحران د حل له پاره دې د یوه نوي څلور اړخیز میکانیزم غوښتونکی دی.
فلسطین وروسته له هغه په دغه بحران کې د امریکا له منځګړیتوب سره مخالفت پیل کړ چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ډسمبر میاشت کې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپېژانده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د روسیې او امریکا ولسمشرانو هم د تلېفون له لارې د منځني ختیځ د مسایلو پر سر خبرې اترې کړې خو جزیات یې نه دي ورکړل شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل