افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵ زره پېښې ثبت شوې

25 دلو 1396 ساعت 14:27

د افغان مېرمنو شبکه وايي، سږ کال په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵ زره پېښې ثبت شوې دي، چې پر وړاندې مبارزې ته جدي اړتیا ده.


د افغان مېرمنو شبکه وايي، سږ کال په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵ زره پېښې ثبت شوې دي، چې پر وړاندې مبارزې ته جدي اړتیا ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یادې شبکې نن چهارشنبې کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې وغندلې او د هغو پر ډېرېدو یې خواشني وښوده.
 
د یادې شبکې چارواکي زیاتوي، چې د تاوتریخوالي په دې پېښو، کې جبري ودونه، وهل ټکول، وژل او داسې نور موارد شامل دي، چې پر وړاندې یې ولس باید جدي مبارزه وکړي.

د افغان مېرمنو د شبکې د همغږۍ د برخې مسوله مېرمن روشن مشعل وايي، دا هغه پنځه زره د تاوتریخوالي پېښې دي، چې د افغانستان بشري حقونو د کمېسیون سره ثبت شوې دي.

دغه راز نوموړې د دولت په بېلا بېلو برخو کې د ښځو ونډې ته په نه پاملرنه هم نیوکه وکړه او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل، چې مېرمنو ته د دولت په هره برخه کې د ګډون زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې د هېواد لومړۍ مېرمن آغلې رولا غني هم په همدې مناسبت د افغان مېرمنو د یووالي او له همدې لارې پر یوه قدرت د هغوی د بدلېدو غوښتنه وکړه، تر څو وکولای شي له ټولینزو ستونزو سره په ښه توګه مبارزه وکړي.

نوموړي په تېرو پنځلسو کلونو کې د افغان مېرمنو لاس ته راوړنې وستایلې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 101417

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101417/

جمهور
  https://www.jomhornews.com