۰

امنیت شورا په سوریه کې د اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ

یکشنبه ۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۶
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سوریه کې د ۳۰ ورځو له پاره د اوربند پرېکړه لیک په اکثریت رایو سره تصویب کړ.
امنیت شورا په سوریه کې د اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سوریه کې د ۳۰ ورځو له پاره د اوربند پرېکړه لیک په اکثریت رایو سره تصویب کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې شورا له تېرو دریو ورځو راهیسې سوریه کې د اوربند په رامنځ ته کولو خبرې اترې درلوده، چې تېره ورځ یې د اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ.

د اوربند د دغه پرېکړه لیک مسوده کویټ او سویډن وړاندیز کړې وه، او د امنیت شورا ۱۵ واړو غړو هېوادونو یادې مسودې ته مثبته رایه ور کړې ده.

په پرېکړه لیک کې له ښکېلو خواوو ته د اوربند پیلولو ټاکلی مهال نه دی ښودل شوی، خو ترې غوښتل شوي چې دغه پرېکړه لیک دې ژر تر ژره پلی کړي.

په دې پرېکړه لیک کې هغه کسان او ډلې مستثنی ګڼل شوي چې لا له وړاندې د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرو په نوملړ کې دي. لکه القاعده او جبهه النصره.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا اوربند پرېکړه لیک پر داسې مهال تصویبېږي چې د راپورونو له مخې په ختیځه غوطه سیمه کې د سوريې حکومت په هوايي ګوزارونو کې څه باندې ۵۰۰ کسان وژل شوي چې په ډله کې یې ۱۲۷ ماشومان هم شته.

که څه هم د امنیت شورا د پرېکړه لیک په تصویب سره د سوریې جنګ ځپلو سیمو ته د مرستو رسولو لپاره هیله مندۍ را ټوکولې، خو رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د پرېکړه لیک تر تصویب لږه موده وروسته پر ختیځه غوطه بیا بمبار شوی دی.

په لندن کې مېشت د سوریې د بشر حقونو څارونکی بنسټ وايي، پر ختیځه غوطه د تېرې ورځې (فبرورۍ ۲۴مې) په هوايي، بریدونو کې ۴۱ کسان وژل شوي چې ۸ یې ماشومان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي