اروپايي ټولنې د کابل له پروسې ملاتړ کړی

10 حوت 1396 ساعت 9:22

اروپايي ټولنه وایي، د کابل د پروسې له نوې طرحې او د دغه طرحې له عملي کېدو ملاتړ او د افغان جګړې پر سیاسي حل لار باور لري.


اروپايي ټولنه وایي، د کابل د پروسې له نوې طرحې او د دغه طرحې له عملي کېدو ملاتړ او د افغان جګړې پر سیاسي حل لار باور لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د کابل پروسې تر غونډې وروسته د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبيا کړې او ویلي یې دي، چې اروپايي ټولنه د کابل پروسې په دويم کنفرانس کې د افغان ولسمشر له طرحې او وړانديز څخه ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې، اروپايي ټولنه هغه درد او کړاو درک کوي چې د جګړې دوام له امله يې د افغانستان خلک ګالي.

هغه وايي،اروپايي ټولنه د افغانستان د جګړې پر سياسي حل لار باور لري او د پوځي فعاليتونو تر څنګ باید د سولې دروازه هم پرانيستې وي.

رولانډ کوبيا، طالبانو ته وړانديز وکړ چې د کابل پروسې په دويمه ناسته کې د سولې خبرو اترو پيلولو لپاره له شته فرصت څخه ګټه پورته کړي.

 د هغه په وینا اروپايي ټولنه په افغانستان کې د سولې لپاره لاره پرانيستې ويني او هيله من دي چې له دې لارې افغان جګړه پای ته ورسول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا متحده ایالتونو افغان حکومت ته د کابل پروسې د مبارکۍ تر څنګ دغه پروسه بریالۍ بللې او وايي دا د سولې د پرمخ بېولو له پاره د افغانانو د کلک هوډ څرګندويي کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرت د ټوېټر له لارې په خبرو کړو پیغامونو کې ویلي، متحده ایالات او نړیواله ټولنه چمتو ده چې د سولې په لاره کې د افغان ولسمشر اشرف غني د نویو وړاندیزونو ملاتړ وکړي.

نوموړې ویلي« موږ له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره په ګډه پر طالبانو غږ کوو چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې وکړي او د دې هېواد په سیاسي نظام کې ځان شامل کړي.»

باید و ویل شي، چې د کابل پروسې غونده تېره ورځ چهارشنبې د کب ۹ مه د ۲۵ هېوادونو، نړیوالې ټولنې، اروپايي ټولنې او ناټو د استازو په ګډون کابل کې جوړه شوه.

غونده د ولسمشر په وینا پرانستل شوه او هغه د سولې په تړاو د افغان حکومت طرحه وړاندې او ویې ویل، چې حکومت پرته له کوم قید شرط له طالبانو سره سوله غواړي او په دې برخه کې ژمن دی.

په دغه طرحه کې ګڼ وړاندیزونه و، خو تر ټولو مهم او نوې خبره په کې دا وه، ولسمشر و ویل، طالبان باید اوربند وکړي، د ګوند په توګه به یې په رسمیت وپېژنو، د طالبانو د آزادۍ، له تور لېست څخه د ایستلو او د امنیت په برخه کې به یې مرسته وکړو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 

 
 


د مطلب کود: 101926

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101926/

جمهور
  https://www.jomhornews.com