امیر خان یار د ولسي جرګې دوهم مرستیال وټاکل شو

22 حوت 1396 ساعت 11:34

ولسي جرګې نن بیا د اداري پلاوي د بشپړېدو له پاره ټاکنې تر سره کړې، چې په ترڅ کې یې امیرخان یار د دغه جرګې د دوهم مرستیال په توګه وټاکه.


ولسي جرګې نن بیا د اداري پلاوي د بشپړېدو له پاره ټاکنې تر سره کړې، چې په ترڅ کې یې امیرخان یار د دغه جرګې د دوهم مرستیال په توګه وټاکه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسي جرګه د کار په لومړۍ ورځ یوازې د نایب مشني په ټاکل کېدو بریالی شوه، خو د لومړي مرستیال، دوهم مرستیال او منشي د څوکیو له پاره له تېرو دریو ورځو راهیسې ټاکنې تر سره کوي.

جرګې د کاري ورځې په دوهم ورځ همایون همایون د لومړي مرستیال په توګه وټاکه خو د دوهم مرستیال او منشي څوکي بیا همداسې پاتې شوې.

دغه جرګه د نن سه شنبې د کب ۲۲ مې په غونډه کې پر دې وتوانېده، چې د دوهم مرسیتال څوکۍ هم ډکه کړي او دغه څوکۍ ته یې امیرخان یار وټاکه خو د منشي څوکۍ ته بیا هم ونه توانېدل، چې څوک بریالي شي.

د نن په غونده کې امیرخان یار او نعمت الله غفاري د دوهم مرستیال د څوکۍ له پاره ځانونه نوماند کړي و، چې امیرخان یار د ۱۲۵ رایو په تر لاسه کولو دغه څوکۍ خپله کړه، او غفاري د ۵۲ رایو په اخستلو سره بریالی نه شو.

د منشي څوک له پاره د صالح محمد سلجوقي او مېرمن هیلۍ ارشاد ځانونه نوماند کړي و، خو دا چې د جرګې له ۲۰۲ دوه حاضرو استازو څخه ۵۲ تنو سپینې رایې او ۱۹ باطلې رایې کارولې وې دواړو ونه شوای کولای چې دغه څوکۍ خپله کړي.

سلجوقي ۸۳ تایید او مېرمن ارشاد بیا ۴۷ رایې اخیستې وې، چې په دې سره د منشي څوکۍ له پاره ټاکنې سبا ته پاتې شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102332

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102332/

جمهور
  https://www.jomhornews.com