پروان کې څلور وسله وال غله نیول شوي

29 حوت 1396 ساعت 10:13

سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په پروان ولایت کې څلور تنه وسله وال غله نیولي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په پروان ولایت کې څلور تنه وسله وال غله نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې دغه وسله وال غله تېره ورځ دوشنبې د کب ۲۸ مه د دغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

د جبل السراج ولسوال سیف الدین بیدار وایي، یادو کسانو تېره اوونۍ یو کرولا موټر غلا کړی و، خو تېره ورځ د پل مټک په سیمه کې کې ونیول شوي.

د ولسوال خبره دغه کسانو په پروان ولایت کې په څو نورو غلاو کې هم لاس درلود.

د پروان د سیمه ییزه چارواکو د معلوماتو په اساس په ۱۳۹۶ کال په دغه ولایت کې ټولټال ۲۰ وسله وال غله نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 102562

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102562/

جمهور
  https://www.jomhornews.com