پکتیا کې قومي مشران:

چا چې خپل اولادونه ښوونځي ته ونه لېږل جریمه کوو یې

29 حوت 1396 ساعت 13:16

پکتیا کې قومي مشرانو د یوه تړون له مخې پرېکړه کړې، چې هغه کورنۍ به جریمه کېږي، چې پر شرایطو برابر هلکان ښوونځیو ته نه لېږي.


پکتیا کې قومي مشرانو د یوه تړون له مخې پرېکړه کړې، چې هغه کورنۍ به جریمه کېږي، چې پر شرایطو برابر هلکان ښوونځیو ته نه لېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه تړون د پکتیا ولایت په لجه منګل ولسوالۍ کې د قومي مشرانو له خوا په یوه غونده کې شوی دی.

د قومي مشرانو په دې پرېکړه کې ویل شوي هغه کورنۍ به ناغه کېږي، چې په ښوونځیو کې د شمولیت پر شرایطو برابر خپل ماشومان نه شاملوي.

یادو قومي مشرانو د نورو ولسواليو په ولسونو هم غږ کړی دی، چې په پکتيا کې د ښوونې او روزنې د بهير د پیاوړتيا په موخه دې ورته ګامونه واخلي.

قومي مشران وایي له دې پرېکړې یې موخه دا ده، چې خپل اولادونه په زده کړو سمبالول او د نوي عصر له غوښتنو سره سم وروزي.

په ورته وخت کې نن سه شنبې د کب ۲۹ مه سهار د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې هم د ښوونې او روزنې د ملاتړ په خاطر لاریون وشو.

دغه لاریون چې د یو شمېر قومي مشرانو، مدني ټولنو او ځوانانو له خوا په لار اچول شوی و په خپلو شعارونو کې ویل راځی چې خپل هلکان او نجونې په ښوونځیو کې داخل کړو.

دغه راز لاریون کوونکو ویل، چې د اسلام له ارشاداتو سره سم د علم زده کړه په هر نارینه او ښځینه فرض ده.

لاریونکوونکو پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي تر څو د افغانستان سوکاله راتلونکې تضمين شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102569

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102569/

جمهور
  https://www.jomhornews.com