امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د میدان وردګو ولایت په امنیه قوماندان وسله وال برید شوی، خو وايي، هغه له بریده روغ وتلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د میدان وردګو په امنیه قوماندان جنرال احمد فهیم قایم باندې دغه برید نن سهار چهارشنبې د وري ۲۲ مه په لوګر ولایت کې شوی دی.
د میدان وردګو د امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني وایي، جنرال قایم ۳۰۳ سپین غر زون په امنیتي غونډه کې د ګډون په موخه روان و، چې د لوګر ولایت د برکي ولسوالۍ د پورک بازار په سیمه کې برید شوی دی.
نوموړي د پېښې او امنیه قوماندان د وضعیت په اړه جزیات ورنه کړل، خو د لوګر د والي ویاند سلیم صالح د والي ویاند د برید د پخلی تر څنګ ویلي، چې جنرال قایم له دغه بریده روغ وتلی دی.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په میدان وردګو ولایت کې د ملي امنیت پر ځانګړو ځواکونو ځانمرګی برید شوی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.
جمهورخبري آژانس:میدان وردګ