د پوهنې سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو غوښتل په لوګر ولایت کې د نجونو یوه ښوونځي ته اور واچولي، خو هڅه یې ناکامه شوه.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب ویلي، دغه پېښه تېره شپه د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، دوه تنه وسله وال د یادې ولسوالۍ د مغل خېلو په سیمه کې د نجونو یوه ښوونځي ته ورغلي، د ښوونځي ساتونکي یې تړلي او وروسته یې دوه اداري خونو ته اور ورته کړی دی.
دی زیاتوي، چې په دې پېښه کې د یوې ادارې دروازه او د بلې هغې ځینې المارۍ سوځېدلې، خو اسنادو او نورو توکو ته زیان نه دی رسېدلی.
باید و ویل شي، چې د محمد آغې ولسوالۍ د مغل خېلو د نجونو ښوونځی دا مهال ۸۸۱ زده کوونکي لري، چې له لومړي تر ۱۲ ټولګي په کې زده کړې کوي.
تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې هم نامعلومه وسله والو د هزار نور په نوم د نجونو یوه ښوونځي ته اور ورته کړی و، چې د ولسي خلکو له خوا یې مخه ونیول شوه.
جمهورخبري آژانس: لوګر