ډوېورنډ کرښې ته نږدې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه پیل شوې

26 حمل 1397 ساعت 10:01

د خوست سیمه ییز امنیتي چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي، ډېورنډ کرښې ته نېږدې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه پیل شوې ده.


د خوست سیمه ییز امنیتي چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي، ډېورنډ کرښې ته نېږدې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه پیل شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه جګړه نن یک شنبې د وري ۲۶ مه د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې ډېورنډ کرښې ته نېږدې رامنځ ته شوې.

د سیمې اوسېدونکي وايي، نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې پاکستاني ځواکونو له ډیورنډ کرښې د پښې را اړولو هڅه وکړه.

د خوست امنیت قومندانۍ سرپرست عبدالحنان هم ویلي، جګړه هغه مهال پیل شوه چې پاکستانیو ځواکونو له ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د پرمختګ هڅه وکړه.

د هغه په وینا پاکستاني ځواکونو د جنډو او ښه ون غرنۍ سیمه کې د وړاندې تګ هڅه کوله.

نوموړي زیاته کړه، چې جګړه لا هم روانه ده خو چا ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

عبدالحنان وايي، سیمې ته له خوست څخه ملاتړي ځواکونه استول شوي دي.

قومي مشرانو هم ویلي چې د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او د پاکستانیو ځواکونو پر وړاندې د خپل هېواد دفاع کوي.

جمهور خبري آژانس:خوست
 
 
 


د مطلب کود: 103310

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103310/

جمهور
  https://www.jomhornews.com