د جوزجان امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د داعش ډلې د استخباراتو د مسوول په ګډون د ۲۰ داعش وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې چارواکي وايي، داعش ته دغه ځاني زیان د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د پیل شویو هوايي عملیاتو پر مهال اوښتې ده.
د جوزجان مرستیال والي عبدالرحمن محمودي وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې په درزاب کې د داعش پر ضد هوایي عملیات روان دی، چې تر اوسه په کې ۲۰ داعشیان وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې په وژل شویو داعشیانو کې د درزاب له پاره د داعش استخباراتي مسوول حمید الله اکه او د دغه ډلې ۹ نور بهرني غړي هم شامل دي.
د جوزجان مرستیال والي دا هم و ویل، چې په دې عملیاتو کې درې ملکي وګړي هم وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي، په دې عملیاتو کې ټپي شوي ولسي وګړي دا مهال د جوزجان د مرکز شبرغان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم امنیتي چارواکو په جوزجان ولایت کې د داعش د قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی وو.
جمهورخبري آژانس:جوزجان