افغان او چینايي چارواکو د افغانستان او چین تر منځ په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزه اړیکو خبرې اترې او د دغه اړیکو په پراختیا ټینګار کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه خبرې اترې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر او په کابل کې د چین سفیر لیو جینسونګ تر منځ شوې دي.
د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي اتمر د خپل کار په دفتر کې د چین له سفیر سره وکتل او دواړو پر دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړي ډول چین ته د ملي امنیت سلاکار د سفر پر تعقیبي موضوعاتو خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لرو د افغانستان او چین تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې، سیمه ییزو همکاریو او د اقتصادي اړیکوې د بهبود په برخه کې خپلې ژمنې تازه کړې.
ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د اقتصادي او پرمختیايي پروژو په برخه کې د سیمې د هېوادونو د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې لیو جینسونګ چین ته د ملي امنیت سلاکار سفر مهم و باله او ویلي یې دي، چې د دې سفر په ترڅ کې له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې، د سولې بهیر د پیاوړتیا، سیمه ییزو همکاریو او دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې د افغانستان او چین ترمنځ مهمې هوکړې او پرمختګونه شوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دواړو لورو د پریکړو او پرمختګونو پر تعقیب او تطبیق ټینګار وکړ او خپل نظرونه یې شریک کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل