سیمه ییز چارواکي وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ننګرهار ولایت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د ۷ پاکستانیانو په ګډون ۱۹ وسله وال مخالفین وژلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تېره شپه (د غويي ۱۸مه) د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ د بېلې په سیمه کې د وسله والو مخالفینو پر یوه پټنځای عملیات کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، په دغه څو ساعته عملیاتو کې د ۷ پاکستانیانو او پنځه سرګروپانو په ګډون ۱۹ وسله وال مخالین وزل شوي او ۸ نور یې ژوندي نیولي دي.
خویاڼی وايي، په وژل شویو کې د ارشاد، شمالي، قاري جنت چې په قاري عمر مشهور دی او همدا شان د ثاقب او اپریدي په نومونو قوماندان هم شامل دي.
دغه راز د ننګرهار د والي ویاند زیاتوي، چې په عملیاتو کې ۵ میله پیکا، ۴ راکټې،۹ کلاشنکوفونه او ګڼ مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د غزني چارواکو د دې ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې هم د ځینې پاکستاني وګړو په ګډون یو شمېر وسله والو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی وو.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار