۰

د زابل ولایتي شورا وایي طالبان د دغه ولایت د سقوط پلان لري

دوشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۲
د زابل ولایتي شورا وایي، وسله وال طالبان په دغه ولایت کې د یوه ستر برید د ترسره کولو پلان لري او غواړي یاد ولایت سقوط کړي.
د زابل ولایتي شورا وایي طالبان د دغه ولایت د سقوط پلان لري
د زابل ولایتي شورا وایي، وسله وال طالبان په دغه ولایت کې د یوه ستر برید د ترسره کولو پلان لري او غواړي یاد ولایت سقوط کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د زابل د ولایتي شورا رئیس عطا جان حق بیان کړې او ویلي یې دي، چې د زابل د سقوط پرېکړه د طالبانو رهبري شورا کړې ده.

نوموړي زیاته کړې،  طالبانو رهبرۍ شورا پرېکړه کړې، چې لومړی د دغه ولایت شمالي ولسوالۍ سقوط او وروسته د هاموې ټانکونو او موټربم بریدونو په واسطه په مرکز کلات کې په ډله ییز برید سره دغه ولایت سقوط کړي.

د هغه په وینا طالبان د زابل په ښار د خونړیو بریدونو پلان لري او په دې سره غواړي دا ولایت هم د فراه ولایت له برخلیک سره مخ کړي.

د زابل ولایتي شورا پر داسې مهال دغه اندېښنه څرګندوني، چې له تېرو ورځو راهیسې د دې ولایت په ارغنداب، مېزاني او دایچوپان ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختې نښتې شوې وې.

خو امنیتي چارواکو او د زابل سیمه ییزه ادارې تر اوسه د ولایتي شورا د رییس د دغه څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي