د سرحدي پولیسو او ۴ ولایتونو امنیه قوماندانان وټاکل شول

6 جوزا 1397 ساعت 13:00

د کورنیو چارو وزارت د د پوله ساتو ځواکونو عمومي قوماندان او دغه راز د څلور ولایتونو د امنیه قوماندانیو له پاره نوي امنیه قوماندانان په دندو وګمارل.


د کورنیو چارو وزارت د د پوله ساتو ځواکونو عمومي قوماندان او دغه راز د څلور ولایتونو د امنیه قوماندانیو له پاره نوي امنیه قوماندانان په دندو وګمارل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزرت د ننګرهار، کاپیسا، اروزګان او سمنګان ولایتونو امنیه قوماندانان تبدیل او پر ځای یې نوي کسان ګمارلي دي.

د کورنیو چارو وزارت دغه وړاندیز ولسمشرۍ ماڼۍ هم تاييد کړی دی او پر اساس یې پاسوال عبدالله د رحمت الله زوی د پاسوال په توګه د ټولو پوله ساتو ځواکونو قوماندان ټاکلی دی.

دغه زار پاسوال غلام سنايي د ننګرهار، مل پاسوال محمد محفوظ د کاپیسا، سمونوال محمد معروف د اروزګان او ډګروال محمد جان د سمنګانو د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104694

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104694/

جمهور
  https://www.jomhornews.com