د کابل قرباغ کې چاودنې دوه تنه وژلي دي

8 جوزا 1397 ساعت 8:59

سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون دوشنبې د غبرګولي ۷ مه د قرباغ ولسوالۍ د باغ عارق په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د قرباغ ولسوال محمد عظیم دل آغا وايي، چاودنه د ملي اردو په رنجر موټر هغه مهال شوې، چې له پوستې څخه د خوراکي موادو د اخستو له پاره بازار ته روان و.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې چاودنه کې یو ماشوم او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوي او یو ماشوم او درې د ملي اردو سرتېري ټپیان شوي دي.

د قرباغ ولسوال په خبره دغه دوه ماشومان د چاودنې پر مهال له سیمې د تېرېدو په حال کې و، نو ځکه ورته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 104747

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104747/

جمهور
  https://www.jomhornews.com