دفاع وزارت وايي بدخشان کې یې پر طالبانو توپچي بریدونه کړي

8 جوزا 1397 ساعت 10:35

ملي دفاع وزارت وايي افغان ځواکونو بدخشان ولایت کې بر وسله والو طالبانو توپچي بریدونه کړي او ۲۲ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


ملي دفاع وزارت وايي افغان ځواکونو بدخشان ولایت کې بر وسله والو طالبانو توپچي بریدونه کړي او ۲۲ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې د طالبانو پتڼځایونه په توپونو ویشتي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه توپچي بریدونو کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

بل خوا دفاع وزارت د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال د شپږو وسله والو د وژل کېدو او د هغوی د یوې اندازه وسلې او مهماتو د له منځه وړلو خبر ورکوي.

وسله والو طالبانو تر اسوه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 104752

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/104752/

جمهور
  https://www.jomhornews.com