چنايي رسنۍ وايي، افغانستان او پاکستان یو ځل بیا د استخباراتي معلوماتو د شریکولو پر سره خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د شینهوا خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه خبرې د پاکستان په راولپنډۍ کې د دواړو هېوادونو د پوځي چارواکو تر منځ تبادله شوي دي.
راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان او پاکستان پوځي چارواکو په راولپنډۍ کې سره لیدلي دي او د بېلو مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي.
شینهوار په خپل راپور کې زیاته کړې، دواړو لورو هوکړه کړې چې د ترهګرو د فعالیتونو او تګ راتګ په اړه به له یو بل سره معلومات شریکوي.
راپور وايي، په دې ناسته کې دا هم تایید شوې، چې به د افغانستان ځینې ارتباطي افسران په پاکستان او د پاکستان ځينې ارتباطي افسران په کابل کې وي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه ارتباطي افسران به به د ترهګرو د فعالیتونو، بریدونو، تګ راتګ او نورو حرکتونو په اړه پخپلو کې معلومات شریکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل