د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د راتلونکو ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو له پاره څه باندې شپږ میلیونه رایه ورکونکو د ټاکنو له پاره نوم لیکنه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۳ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې په ۳۴ ولایتونو کې ۶ میلیون او ۲۶۹ زره او ۷۶۴ رایې ورکوونکو نوملیکنه کړې ده.
د هغه په وینا دغه شمېر رایه ورکوونکي د نوم لیکنې د بهیر له پیله تر دې مهاله ثبت شوي.
نوموړي زیاته کړه، په ثبت شویو کسانو کې ۴ میلیونه او ۳۲ زره نارینه ، ۲ میلیونه او ۱۱۸ زره ښځې شاملې دي.
په ورته وخت کې صیا د ولسوالیو شوراګانو به برخه کې د ښځو پر کم رنګه ونډې اخیستو اندېښه وښوده او ویې ویل، چې ګڼ شمېر عوامل د دې لامل شول، چې د ولسوالیو شوراګانو له پاره مېرمنې نوم لیکنه ونه کړي.
د هغه په وینا کلتوري ستونزې، د دولسم د سند نه درلودل، د سیمه ییز چارواکو توپیري چلند او ځینې نورې ستونزې وې، چې پر اساس یې د ولسوالیو شوراګانو له پاره مېرمنو نوم لیکنه ونه شوای کړای.
صیاد زیاته کړه، چې د نوم لیکنې لومړی او دوهم پړاو په بریالتوب سره پای ته رسېدلی او درېیم پړاو یې چې په لرې پرستو کلیو کې دی لا هم دوام لري.
هغه دا هم و ویل چې د ولسي جرګې له پاره د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر پای ته رسېدلی خو د ولسوالیو شوراګانو له پاره د روانې غبرګولي میاشتې د ۲۴ پای پورې دوام لري.
باید و ویل شي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وري د میاشتې په ۲۵مه د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې د رایې ورکوونکو نوملیکنه پیل کړه، چې بیا دا بهیر د غوايي په ۲۵مه د ولایتونو له مرکزونو څخه ولسوالیو ته او د غبرګولي په ۱۹مه کلیو او بانډو ته هم وغځول شو.
جمهورخبري آژانس:کابل