سمه ییز چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یو تن د خپلې کورنۍ پر غړو ډزې کړې او ۷ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (پنشنبې شپه د غبرګولي ۲۳مه) د ننګرهار ولایت په خوګیانو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی وايي، دغه کس د کورنۍ له غړو سره د شخصي اختلاف له امله پر هغوی ډژې کړې دي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
خوږیاڼی زیاتوي، چې برید کوونکي کس د خپلې کورنۍ د یوې مېرمنې په ګډون څلور غړي وژلي او د یوې نجلۍ په ګډون یې درې نور ټپیان کړي دي.
د ننګراهار د والي ویاند ویلي برید کوونکي کس د خپلې کورنۍ پر غړو له ډزو وروسته خپل ځان هم وژلی دی، خو په دې اړه یې نور معلومات ورنه کړل.
هغه وايي، پولیسو پلټنې پیل کړې تر څو د پېښې د رامنځ ته کېدو اصلي لامل په ګوته شي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار