سیمه ییز چارواکي وایي، لوګر ولایت کې وسله والو طالبانو پر یوه څارنوال وسله وال برید کړی او وژلی یې دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن شنبې د چنګاښ دوهمه سهار شاخوا لس بجې د لوګر ولایت د علي خان کلا په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
وړاندې تر دې داسې راپورونه و، چې دغه برید د پکتیا د والي شمیم کټوازي پر موټریز کاروان شوی او والي ترې روغ وتلی.
خو اوس د لوګر امنیتي چارواکي وايي، برید پر پکتیا والي نه بلکې د لوګر ولایت پر یوه ځايي څارنوال باندې شوی دی.
د لوګر امنیه قوماندان سمونوال محمد ابدالي د وسله والو مخالفینو یوې درې کسیزې ډلې د یاد ولایت د یو څارنوال ګاډي ته کمین نیولی وو چې د وسله والو په برید کې یاد څارنوال وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.
د هغه په وینا ښايي د برید پر مهال د پکتیا د والي موټریز کاروان به هم له کابله- ګردیز ته پر لاره و، خو د برید هدف د شمیم خان کټوازي موټریز کاروان نه وو او نه د ده پر موټریز کاروان ډزې شوي دي.
ابدالي وايي، وسله وال تر برید وروسته په تېښته بریالي شوي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:لوګر