دفاع وزارت وايي په ۲۴ ساعتو کې ۵۰ وسله وال وژل شوي دي

6 سرطان 1397 ساعت 13:32

د ملي دفاع وزارت وايي، دفاعي چاڼیزو او ځانګړو عملیاتو کې ۸۰ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ملي دفاع وزارت وايي، دفاعي چاڼیزو او ځانګړو عملیاتو کې ۸۰ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، نورستان، غزني، پکتيکا، ميدان وردګ، فراه، بادغيس، فارياب، کندز او هلمند ولايتونو کې شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو په دغه ولایتونو کې ١٢ تصفيوي، ٩٠ کومانډويي، ٢ ځانګړي او ٣ هوايي عمليات کړي دي.

خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې لږ تر لږه ۵۰ وسله وال مخالفین وژل شوي او کابو ۳۰ نور ټپیان شوي دي، چې په کې داعش وسله وال هم شامل دي.

په دغه خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 105684

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/105684/

جمهور
  https://www.jomhornews.com