افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، پتېلې یې ده، چې غیر مسؤول وسله وال کسان مسؤول کړي او یا یې هم د خلکو له اوږو بارونه سپک کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون شنبې د چنګاښ ۱۶ مه د جمهوري ریاست د ستر سلاکار ډاکتر محمد رسول طالب د معرفۍ په مراسمو کې کړې ده.
هغه په خپلو خبرو کې ویلي« غیرمسوول وسله وال باید مسوول شي او یا یې مسوول کوم، چې بار یې د خلکو له اوږو سپک شي.»
ښاغلي غني زیاته کړې، چې د نظام مشروعیت د قوې په مشروع انحصار کې دی او د قوې مشروع انحصار یواځې د افغانستان په حکومت پورې اړه لري.
ولسمشر وايي د قانون د عملي کولو او قوې د مشروع کارولو لپاره یې دا غوره ګڼلې چې غیر مسوول وسله وال مسوول کړي او یا یې د خلکو له اوږو بارونه سپک کړي.
په ورته وخت کې ولسمشر غني هیله څرګنده کړه، چې د سولې له پروسې سره د ټولو قومونو او قشارو برابري، تامین او افغانستان د سیمې د وصل او بین المللي همکارۍ پر محور بدل شي.
باید و ویل شي، چې ولسمشر غني له دې وړاندې هم په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی وو، چې غیر مسؤول وسله وال نور وروته د منلو نه دي.
جمهورخبري آژانس:کابل